گزارشگر:چهار شنبه 3 قوس 1395 - ۰۲ قوس ۱۳۹۵
د بشری حقونو د څار ډلې او د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د شیعهګانو پر جومات پرونی برید وغانده او ټینګار یې وکړ چې د مذهبی مراسمو د امنیت لپاره باید هلې ځلې زیاتې شی.
په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې شیعهګان ډېر په نښه کېږی، پخوا پر دوی دومره حملې نهکېدې.
په دې پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د ترورېستی بریدونو پر مهال تر ۵۰۰ ډېر شیعهګان وژل شوی یا ټپیان شوی دی.
د بشری حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ وایی، د افغانستان حکومت باید د اقلیت شیعهو د سترو مذهبی مراسمو د امنیت لپاره غوره پلان ولری.
بل لورته د بخښنې نړیوال سازمان ویلی دی چې د کابل د پرونۍ پېښې جدی تحقیقات پهکار دی.
د دوشنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې په شپږمې امنیتی حوزه کې د باقرالعلوم د جومات دننه ځان وژونکی برید د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
داعش د کابل د پرونی برید مسؤلیت منلی دی.
په تېرو پنځو میاشتو کې دا څوم ځل دی چې افغانستان کې پر ملکی شیعهو حملې کېږی او داعش اعلان کوی چې دا د دوی کار دی.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجی محمد محقق ازادی راډیو ته وویل چې دا برید د وحشی ترهګرو کار دی چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې حملې کوی.
ښاغلی محقق زیاته کړه:
“خاص هدف شیعه نهدی، د سُنیانو په جومات کې هم دوی دا ډول حملې کړی، مثلاً څو وخته دمخه تاسو په هرات کې ولیدل چې د هرات په جامع جومات کې تر هغه ممبر لاندې چې مولوی صاحب خداداد چې د افغانستان مشهور عالم دی، د هغه د ممبر لاندې هم دوی ماین کېښود.”
د بشری حقونو د څار په نړیوالې اداره کې د افغانستان برخې لوړپورې څېړونکې پاتریشا ګاسمن وایی، داعش خپل وحشی بریدونه د شیعهو پر غونډو زیات کړی او هېڅ ځای خوندی نهدی.
مېرمن ګاسمن زیاته کړه چې حکومت، شیعه مشران او د مدنی ټولنې ډلې باید یو ځای کار وکړی څو شیعهګان خپلې عمومی غونډې او مذهبی مراسم چې د ترسره کولو حق لری، په ارامه ترسره کړی.
د بخښنی نړیوال سازمان د اسیا برخې ویاند عمر وړایچ ازادی راډیو ته وویل:
“دا په کابل کې د شیعهو پر جومات برید دی، دا پر ملکیانو قصدی حمله ده. افغان چارواکی باید سمدستی د دې تحقیقات وکړی او هغه کسان چې لاس پهکې لری هغوی د عدالت مېز ته راوکاږی. دوی د چارواکو په توګه دا وظیفه لری چې اغېزمن اقدامات وکړی څو شیعه مسلمانان له بریدونو وژغوری او د شیعه اقلیت پر ضد تېریو کې چې په تېرو څو کلونو کې کوم معافیت رامنځته شوی، هغه پای ته ورسېږی.”
د دوشنبې ورځې حمله د جولای له میاشتې راهیسې څلورمه حمله ده چې په افغانستان کې پر شیعهو کېږی.
په تېرو کلونو کې ډېر لږ دوی په نښه کېدل.
Comments are closed.